حسین حقاني: پاکستان له ستر خطر سره مخ دی

23 سنبله 1400 ساعت 10:08

امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني په افغانستان کې وروستیو تحولاتو ته په اشارې وايي، پاکستان له ستر خطر سره مخ دی.


امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني په افغانستان کې وروستیو تحولاتو ته په اشارې وايي، پاکستان له ستر خطر سره مخ دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې حقاني ویلي، پاکستان دې دغه تحولاتو ته ډېر نه خوشحاله کېږي، ځکه دغه هېواد خپله له یوه لوی خطر سره مخ دي.

نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي، پاکستاني طالبانو له افغان طالبانو په تقلید پراخ فعالیتونه پيل کړي او هڅه کوي په پاکستان کې اوسنی حکومت را وپرزوي او یا لږ تر لږه په پښتون مېشتو سیمو کې د پاکستاني حکومت پر ضد اقدامات وکړي.

حسین حقاني وايي، پاکستاني مشران هسې بځایه په افغانستان کې تحولاتو ته خوشاله دي په حقیقت کې دا د پاکستان لپاره د خطر زنګ دی چې د پاکستاني حکومت د لړزېدو سبب به شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون فارن پالیسۍ نشریې هم په یوه مطلب کې ویلي، پاکستاني طالبان دمګړی په پاکستان کې د یوه رښتیني اسلامي حکومت د جوړولو لپاره په فعالیت بوخت دي او هڅه کوي د اوسني حکومت پر ضد یې فعالیتونه پراخ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142524

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142524/

جمهور
  https://www.jomhornews.com