۰

حسین حقاني: پاکستان له ستر خطر سره مخ دی

سی شنبه ۲۳ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۸
امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني په افغانستان کې وروستیو تحولاتو ته په اشارې وايي، پاکستان له ستر خطر سره مخ دی.
حسین حقاني: پاکستان له ستر خطر سره مخ دی
امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني په افغانستان کې وروستیو تحولاتو ته په اشارې وايي، پاکستان له ستر خطر سره مخ دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې حقاني ویلي، پاکستان دې دغه تحولاتو ته ډېر نه خوشحاله کېږي، ځکه دغه هېواد خپله له یوه لوی خطر سره مخ دي.

نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي، پاکستاني طالبانو له افغان طالبانو په تقلید پراخ فعالیتونه پيل کړي او هڅه کوي په پاکستان کې اوسنی حکومت را وپرزوي او یا لږ تر لږه په پښتون مېشتو سیمو کې د پاکستاني حکومت پر ضد اقدامات وکړي.

حسین حقاني وايي، پاکستاني مشران هسې بځایه په افغانستان کې تحولاتو ته خوشاله دي په حقیقت کې دا د پاکستان لپاره د خطر زنګ دی چې د پاکستاني حکومت د لړزېدو سبب به شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون فارن پالیسۍ نشریې هم په یوه مطلب کې ویلي، پاکستاني طالبان دمګړی په پاکستان کې د یوه رښتیني اسلامي حکومت د جوړولو لپاره په فعالیت بوخت دي او هڅه کوي د اوسني حکومت پر ضد یې فعالیتونه پراخ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي