د پنځو هېوادونو استخباراتي مشرانو پر افغانستان خبرې کړې

21 سنبله 1400 ساعت 7:30

د پاکستان د استخباراتي ادارې یا آی اېس آی د مشر جنرال فیض حمید په کوربتوب د پنځو هېوادونو استخباراتي مشرانو د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي.


د پاکستان د استخباراتي ادارې یا آی اېس آی د مشر جنرال فیض حمید په کوربتوب د پنځو هېوادونو استخباراتي مشرانو د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبرې د پاکستان، چین، روس، ایران، او تاجکستان د استخباراتي ادارو د مشرانو تر منځ شوې دي.

پاکستاني رسنیو ویلي، په دغه پنځه اړخیزه استخباراتي غونډه کې پر دې موافقه شوې، چې افغانستان ته باید شا وانړول شي او په ستونزو کې یوازې پرېنښودل شي.

د دغه غونډې په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې یا سي آی اې مشر هم د پاکستان او هند له استخباراتي چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې وې.

د سي آی اې د مشر د سفر او خبرو جزیات هم تر اوسه رسنیو ته نه دي راوتلي.

د یادونې ده، چې د سي آی اې د مشر څخه تر لیدنې وړاندې د پاکستان د آی اېس ای مشر جنرال فیض حمید کابل ته هم راغلی و او له طالب چارواکو سره یې خبرې کړې وې.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142431

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142431/

جمهور
  https://www.jomhornews.com