۰

د پنځو هېوادونو استخباراتي مشرانو پر افغانستان خبرې کړې

یکشنبه ۲۱ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۳۰
د پاکستان د استخباراتي ادارې یا آی اېس آی د مشر جنرال فیض حمید په کوربتوب د پنځو هېوادونو استخباراتي مشرانو د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي.
د پنځو هېوادونو استخباراتي مشرانو پر افغانستان خبرې کړې
د پاکستان د استخباراتي ادارې یا آی اېس آی د مشر جنرال فیض حمید په کوربتوب د پنځو هېوادونو استخباراتي مشرانو د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبرې د پاکستان، چین، روس، ایران، او تاجکستان د استخباراتي ادارو د مشرانو تر منځ شوې دي.

پاکستاني رسنیو ویلي، په دغه پنځه اړخیزه استخباراتي غونډه کې پر دې موافقه شوې، چې افغانستان ته باید شا وانړول شي او په ستونزو کې یوازې پرېنښودل شي.

د دغه غونډې په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې یا سي آی اې مشر هم د پاکستان او هند له استخباراتي چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې وې.

د سي آی اې د مشر د سفر او خبرو جزیات هم تر اوسه رسنیو ته نه دي راوتلي.

د یادونې ده، چې د سي آی اې د مشر څخه تر لیدنې وړاندې د پاکستان د آی اېس ای مشر جنرال فیض حمید کابل ته هم راغلی و او له طالب چارواکو سره یې خبرې کړې وې.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي