افغان ولسمشر محمد اشرف غني بلخ ولایت ته رسېدو سره سم د ولایت مقام کې امنیتي غونډه کړې او د شمال د امنیت وضعیت د کنټرول په موخه یې چارواکو ته لارښونې کړې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی غنی او وروسره پلاوی نن سه شنبې د زمري ۲۰ مه مزارشریف ښار ته ورسېده او وروسته یې امنیتي غونده راوبلله.
په دغه غونډه کې د ځايي چارواکو تر څنګ، د جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم، د جمعیت ګوند مشر عطامحمد نور، د حزب اسلامي پخواني وتلي قوماندان جنرال جمعه خان همدرد، د ولسمشر امنیتي سلاکار محمد محقق او ځینو نورو پوځي او ملکي چارواکو ګډون درلود.
د ارګ خبرپاڼه وایي، د غونډې په پیل کې، په شمال زون کې امنیتي او دفاعي مسوولینو د امنیتي وضعیت د کنټرول لپاره د خپل تیاري راپورونه او برنامې شریکې کړې.
سرچینه زیاتوي، دغه چارواکو و ویل، چې د دولت په چوکاټ کې د ولسي پاڅونونو بشپړ ملاتړ ورسره دی او په ګډه به په شمال زون کې تصفیوي عملیات ترسره کړي.
د ارګ خبرپاڼه زیاتولي، ولسمشر غني هم د راپورنو او برنامو تر اورېدو وروسته په شمال زون کې د وضعیت د کنټرول لپاره اړونده مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
جمهورخبري آژانس:کابل