سیمه ییزې حکومتي سرچینې او ځایي خلک وايي، د نورستان ولایت دواب ولسوالۍ له جګړې پرته د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دوی په وینا دغه ولسوالي له تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو تر کلابندې لاندې وه او جګړې په کې روانې وې.
یوې حکومت سرچینې ویلي، د جګړې له شدت سره قومي مشرانو منځګړیتوب کړی، حکومتي ځواکونه یې له سیمې ژوندي ایستلي او ولسوالي له جګړې پرته طالبانو نیولې ده.
په ورته وخت کې د پولیسو یوه ضابط د نوم نه ښودلو په شرط رسینو ته ویلي، دغلته سخته جګړه وه خو حکومت ورته اکمالات نه کول.
دغه سرچینې ویلي، ان د دوی قوماندان په شخصي پیسو مرمۍ واخیستې، خو هغه هم خلاصې شوې نو ځکه ټول ځواکونه د ګول په نوم ساحې ته وتلي دي.
نوموړې سرچینې هم تایید کړې، چې طالبانو پر ولسوالۍ د راکټونو ډزې کولې او وروسته قومي مشران راغلل او د ولسوالۍ او قوماندانۍ پرسونل یې ژوندي و ویستل.
په ورته وخت کې ځايي اوسېدونکي وايي، طالبانو یو شمېر حکومتي پوستو ته تر سقوط وروسته اور اچولی وو.
د نورستان د ولایتي شورا رییس انجینر سعدالله پاینده زوی هم وايي، د دواب ځینې امنیتي پوستې د یوې معاملې په ترڅ کې طالبانو ته تسلیم شوې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل