۰

د نورستان دواب ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې

شنبی ۱۵ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۵
سیمه ییزې حکومتي سرچینې او ځایي خلک وايي، د نورستان ولایت دواب ولسوالۍ له جګړې پرته د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.
د نورستان دواب ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې
سیمه ییزې حکومتي سرچینې او ځایي خلک وايي، د نورستان ولایت دواب ولسوالۍ له جګړې پرته د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دوی په وینا دغه ولسوالي له تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو تر کلابندې لاندې وه او جګړې په کې روانې وې.

یوې حکومت سرچینې ویلي، د جګړې له شدت سره قومي مشرانو منځګړیتوب کړی، حکومتي ځواکونه یې له سیمې ژوندي ایستلي او ولسوالي له جګړې پرته طالبانو نیولې ده.
 
په ورته وخت کې د پولیسو یوه ضابط د نوم نه ښودلو په شرط رسینو ته ویلي، دغلته سخته جګړه وه خو حکومت ورته اکمالات نه کول.

دغه سرچینې ویلي، ان د دوی قوماندان په شخصي پیسو مرمۍ واخیستې، خو هغه هم خلاصې شوې نو ځکه ټول ځواکونه د ګول په نوم ساحې ته وتلي دي.

نوموړې سرچینې هم تایید کړې، چې طالبانو پر ولسوالۍ د راکټونو ډزې کولې او وروسته قومي مشران راغلل او د ولسوالۍ او قوماندانۍ پرسونل یې ژوندي و ویستل.

په ورته وخت کې ځايي اوسېدونکي وايي، طالبانو یو شمېر حکومتي پوستو ته تر سقوط وروسته اور اچولی وو.
 
د نورستان د ولایتي شورا رییس انجینر سعدالله پاینده زوی هم وايي، د دواب ځینې امنیتي پوستې د یوې معاملې په ترڅ کې طالبانو ته تسلیم شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي