ملي دفاع وزارت وايي، افغان پوځیانو بغلان لایت کې د طالبانو یو زندان مات او اته تنه نظامیان یې ترې راخوشي کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن دوشنبې د غبرګولي ۳ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، د طالبانو دغه زندان یې د بغلان جدید ولسوالۍ کې مات کړی دی.
سرچینه وايي، کمانډو ځاکونو تېره شپه د بغلان جدید ولسوالۍ په عمر خېل کلي کې د طالبانو پر زندان چاپه و وهله او ۸ تنه نظامیان یې ترې راوخشي کړل.
دفاع وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي او طالبانو هم تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
بغلان کې د طالبانو زندان پر داسې مهال ماتېږي، چې له څو اونیو راهیسې په دغه ولایت کې جګړو زور اخیستی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل