۰

د کابل – کندهار سړک بیارغول کېږي

چهارشنبه ۲۹ ثور ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۷
د ټولګټو چارو وزارت وايي، پلان لري، چې د کابل – کندهار لویه لاره په اساسي ډول ترمیم او د بیارغونې چارې یې پیل کړي.
د کابل – کندهار سړک بیارغول کېږي
د ټولګټو چارو وزارت وايي، پلان لري، چې د کابل – کندهار لویه لاره په اساسي ډول ترمیم او د بیارغونې چارې یې پیل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دې سړک د سروې او ډیزاین لومړني کارونه پیل شوي، چې له بشپړېدو سره به یې د بیارغونې چارې هم پیل شي.

وزارت دا نه دي ویلي، چې د سړک د سروې چارې به کله پای ته ورسېږي، خو سړکونه یې ملي شتمني ګڼلې وايي، ساتنه یې د هر افغان دنده ده.

دغه وزارت ټینګار کړی، چې هر افغان باید د ملي شتمنیو په ساتنه کې ونډه واخلي.

د ټولګټو وزارت د میدان وردک ولایت له ځوانانو هم مننه کړې چې د دې ولایت اړوند کابل ـ کندهار لویې لارې هغو برخو په بیارغونه کې مرسته کوي کوم چې د دوی په ټکو د وسلوالو مخالفینو له لوري د سړک غاړې بمي چاودنو او له ټاکلي اندازې څخه د ډېر باروړنکو موټرو له لوري ویجاړې شوې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي