ملي دفاع وزارت وايي، بغلان ولایت کې د افغان هوايي ځواک په بریدونو کې ۲۳ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن دوشنبې د غوایي ۲۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان هوايي ځواک پرون د بغلان د دهنه غوري ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د طالبانو پر غونډو بریدونه کړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دې هوايي بریدونو کې ۱۵ تنه طالب وسله وال وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
ملي دفاع وزارت دا هم وايي، په برید کې د طالبانو یو پتنځایو ۷ میله ډول ډول وسلې او دوه خځې هم له منځه وړل شوي دي.
طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.
باید و ویل شي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د هېواد په ۹ ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ خونړۍ نښتې زیاتې شوې، چې یو له دغه ولایتونو بغلان هم دی.
جمهورخبري آژانس:کابل