۰

بغلان کې پر افغان ځواکونو موټر بم برید شوی دی

پنجشنبه ۲۰ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۲۰
بغلان ولایت کې د افغان ځواکونو په یوه مرکز د هاموي ټانګ په واسطه موټر بم برید شوی، چې د مرګ ژوبلې په اړه یې ضد او نقیض راپوورنه ورکړل شوي دي.
بغلان کې پر افغان ځواکونو موټر بم برید شوی دی
بغلان ولایت کې د افغان ځواکونو په یوه مرکز د هاموي ټانګ په واسطه موټر بم برید شوی، چې د مرګ ژوبلې په اړه یې ضد او نقیض راپوورنه ورکړل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید نن پنشنبې د غبرګولي ۲۰ مه د بغلان مرکز پلخمري کې د افغان ځواکونو په یوه مرکز شوې ده.

شمال کې د پامیر قول اردو ویاند عبدالمناف نظري وایي، امنیتي ځواکونو له باروتو ډګ هاموي ټانګ موخې ته تر رسېدو وړاندې له منځه وړی دی.

د نوموړي په وینا دا چې موتر بم ډېر ځواکمن و، نو د چاودنې له امله یې درې افغان سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

نظري زیاتوي، چې په دغه موتر بم برید کې ولسي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او د خلکو د کورونو ښيښې ماتې شوې دي.

د پامیر قول اردو ویاند وايي، په دغه برید کې د طالبانو درې ځانمرګي هم وژل شوي دي.
 
طالبانو هم منلې چې پلخمري کې یې د افغان ځواکونو په یوه مرکز موټر بم برید کړی دی.

دوی ادعا کړې، چې په دغه برید کط یې ۵۰ سرتېءي وژلي او تر ۱۵ پورې موتر یې له منځه وړي دي.
 
جمهورخبري آژانس:بغلان
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي