په ابونصر فراهي بندر کې بیا اورلګېدنه رامنځ ته شوې

16 حوت 1399 ساعت 12:58

ځايي سرچینې وايي، د فراه په ابونصر فراهي بندر کې یو ځل بیا اور لګېدنه رامنځ ته شوې ده.


ځايي سرچینې وايي، د فراه په ابونصر فراهي بندر کې یو ځل بیا اور لګېدنه رامنځ ته شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه اور نن شنبې د کب ۱۶ مه له غرمې مخکې په دغه بندر کې رامنځ ته شوی دی.

تر اوسه د اور لګېدنې علت نه دی معلوم خو ځايي سرچینې وايي، د تېلو او ګازو یو شمېر ټانکرونو اور اخیستی دی.
 
دا په وروستیو دوو اونیو کې دویم ځل دی، چې په یاد بندر کې اورلګېدنه رامنځ ته کېږي.

جمهورخبري آژانس:فراه
 
 


د مطلب کود: 137050

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137050/

جمهور
  https://www.jomhornews.com