ځايي سرچینې وايي، د فراه په ابونصر فراهي بندر کې یو ځل بیا اور لګېدنه رامنځ ته شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه اور نن شنبې د کب ۱۶ مه له غرمې مخکې په دغه بندر کې رامنځ ته شوی دی.
تر اوسه د اور لګېدنې علت نه دی معلوم خو ځايي سرچینې وايي، د تېلو او ګازو یو شمېر ټانکرونو اور اخیستی دی.
دا په وروستیو دوو اونیو کې دویم ځل دی، چې په یاد بندر کې اورلګېدنه رامنځ ته کېږي.
جمهورخبري آژانس:فراه