سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د یوې ماین چاودنې له امله درې تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن یکشنبې د سلواغې ۵ مه سهار ۷ بجې جلال آباد ښار کې د چپرهار زړې اډې ته څېرمه رامنځ ته شوې.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، ماین په یاده سیمه کې د یوه دوکان مخې ته اېښودل شوی و، چې د چاودنې له امله یې درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
چارواکو د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ ښودلی وايي، روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار