ننګرهار کې د افغان خبریالې ملالې میوند وژل کېدو ته په اشارې ولسمشر غني دغه ډول بریدونه بشر ضد جنایت او نه بښوونکی عمل بللی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ننګرهار کې د انعکاس رادیو تلوېزیون خبریاله ملاله میوند نن پنشنبې د لیندۍ ۲۰ مه مرکز جلال آباد ښار کې خپل کور ته نېږدې تر وسله وال برید لاندې راغله.
د ننګرهار چارواکي وايي، نوموړې له خپل موټر چلوونکي سره د دفتر په لور روانه وه، چې کور ته نېږدې پرې ناپېژانده وسله والو کسانو ډزې کړې دي.
د دوی په وینا ملاله میوند په لومړي سر کې ټپي او روغتون ته تر رسېدو وروسته یې د سختو ټپو له امله ساه ورکړه او موټر چلوونکی یې هم وژل شوی دی.
ولسمشر غني پر ملاله او د هغې په موټر چلوونکي شوی برید په کلکو ټکو غندلی وايي، افغان خبریالان او رسنۍ، چې په سختو شرایطو کې د هېواد، سیمې او نړۍ له حالاتو څخه د خلکو د خبرولو په موخه کار کوي، پر دوی بریدونه بشري ضد جنایت او نه بښونکی عمل دی.
ښاغلي غني زیاته کړې، د جهل او وحشت لارویان د دغه وړ وحشیانه بریدونو په ترسره کولو سره د بیان ازادي چې د اساسي قانون د صریح حکم په اساس د افغانانو مسلم حق او د هېوادوالو او د رسنیو فعالانو په ډېرو کوښښونو او قربانیو ترلاسه شوې لاسته راوړنه ده، نشي محدودولی او حکومت یې په ټول توان ساتنې او پالنې ته ژمن دی.
جمهوررئیس اړوندو مسوولینو ته د دغه برید د عاملینو د تشیخص او قانوني مجازاتو ترڅنګ د دغې تروریستي پېښې د شهیدانو کورنیو او رسنیزې ټولنې ته د تسلیت او همدردۍ مراتب وړاندې کړي دي.
د یادونې ده، چې دا په تېره کابو یوه میاشت کې درېیم افغان خبریال دی، چې په هېواد کې وژل کېږي.
تر ملالې څو ورځې وړاندې هلمند کې د آزادۍ رادیو خبریال الیاس داعي په میان چاودنه کې و وژل شو او تر هغې بیا څو ورځې وړاندې د طلوع تلوېزیون پخوانی خبریال یما سیاوش په کابل کې په ماین چاودنه کې و وژل شو.
جمهورخبري آژانس:کابل