۰
ولسمشر غني:

پر افغان خبریالانو بریدونه بشر ضد جنایت او نه بښوونکی عمل دی

پنجشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۰
ننګرهار کې د افغان خبریالې ملالې میوند وژل کېدو ته په اشارې ولسمشر غني دغه ډول بریدونه بشر ضد جنایت او نه بښوونکی عمل بللی دی.
پر افغان خبریالانو بریدونه بشر ضد جنایت او نه بښوونکی عمل دی
ننګرهار کې د افغان خبریالې ملالې میوند وژل کېدو ته په اشارې ولسمشر غني دغه ډول بریدونه بشر ضد جنایت او نه بښوونکی عمل بللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ننګرهار کې د انعکاس رادیو تلوېزیون خبریاله ملاله میوند نن پنشنبې د لیندۍ ۲۰ مه مرکز جلال آباد ښار کې خپل کور ته نېږدې تر وسله وال برید لاندې راغله.

د ننګرهار چارواکي وايي، نوموړې له خپل موټر چلوونکي سره د دفتر په لور روانه وه، چې کور ته نېږدې پرې ناپېژانده وسله والو کسانو ډزې کړې دي.

د دوی په وینا ملاله میوند په لومړي سر کې ټپي او روغتون ته تر رسېدو وروسته یې د سختو ټپو له امله ساه ورکړه او موټر چلوونکی یې هم وژل شوی دی.

ولسمشر غني پر ملاله او د هغې په موټر چلوونکي شوی برید په کلکو ټکو غندلی وايي، افغان خبریالان او رسنۍ، چې په سختو شرایطو کې د هېواد، سیمې او نړۍ له حالاتو څخه د خلکو د خبرولو  په موخه کار کوي، پر دوی بریدونه بشري ضد جنایت او نه بښونکی عمل دی.
 
ښاغلي غني زیاته کړې، د جهل او وحشت لارویان د دغه وړ وحشیانه بریدونو په ترسره کولو سره د بیان ازادي چې د اساسي قانون د صریح حکم په اساس د افغانانو مسلم حق او د هېوادوالو او د رسنیو فعالانو په ډېرو کوښښونو او قربانیو ترلاسه شوې لاسته راوړنه ده، نشي محدودولی او حکومت یې په ټول توان ساتنې او پالنې ته ژمن دی.

جمهوررئیس اړوندو مسوولینو ته د دغه برید د عاملینو د تشیخص او قانوني مجازاتو ترڅنګ د دغې تروریستي پېښې د شهیدانو کورنیو او رسنیزې ټولنې ته د تسلیت او همدردۍ مراتب وړاندې کړي دي.

د یادونې ده، چې دا په تېره کابو یوه میاشت کې درېیم افغان خبریال دی، چې په هېواد کې وژل کېږي.

تر ملالې څو ورځې وړاندې هلمند کې د آزادۍ رادیو خبریال الیاس داعي په میان چاودنه کې و وژل شو او تر هغې بیا څو ورځې وړاندې د طلوع تلوېزیون پخوانی خبریال یما سیاوش په کابل کې په ماین چاودنه کې و وژل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي