امنیتي چارواکي وایي، میدان وردګ ولایت کې یوه خصوصي پوهنتون ته څېرمه چاودنه شوې، چې له امله یې ۱۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون دوشنبې د لړم ۱۹ مه ماسپښین مهال ۳:۳۰ بجې مرکز میدان ښار کې د تابش په نوم یوه خصوصي پوهنتون ته څېرمه شوې ده.
امنیتي چارواکي زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې درې کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.
د میدان وردګ د امنیه قوماندانۍ ویاند حاجي محمد هوفیاني د چاودنې پخلی کړی، خو وايي، نور جزیات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ دوشنبې د لړم ۱۵ مه په کابل پوهنتون هم وسله وال برید وشو، چې ۲۲ تنه په کې و وژل شول او ۴۰ نور ټپیان شول.
جمهورخبري آژانس:میدان وردګ