میدان وردګ کې یوه خصوصي پوهنتون ته څېرمه چاودنه شوې

20 عقرب 1399 ساعت 9:03

امنیتي چارواکي وایي، میدان وردګ ولایت کې یوه خصوصي پوهنتون ته څېرمه چاودنه شوې، چې له امله یې ۱۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


امنیتي چارواکي وایي، میدان وردګ ولایت کې یوه خصوصي پوهنتون ته څېرمه چاودنه شوې، چې له امله یې ۱۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون دوشنبې د لړم ۱۹ مه ماسپښین مهال ۳:۳۰ بجې مرکز میدان ښار کې د تابش په نوم یوه خصوصي پوهنتون ته څېرمه شوې ده.

امنیتي چارواکي زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې درې کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

د میدان وردګ د امنیه قوماندانۍ ویاند حاجي محمد هوفیاني د چاودنې پخلی کړی، خو وايي، نور جزیات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ دوشنبې د لړم ۱۵ مه په کابل پوهنتون هم وسله وال برید وشو، چې ۲۲ تنه په کې و وژل شول او ۴۰ نور ټپیان شول.

جمهورخبري آژانس:میدان وردګ
 


د مطلب کود: 133294

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133294/

جمهور
  https://www.jomhornews.com