هرات کې یو دیني عالم په غلکچي برید کې وژل شوی دی

12 عقرب 1399 ساعت 8:03

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې یو مشهور دیني عالم مولوي عارف مرادي د نامعلومه وسله والو کسانو په برید کې وژل شوی دی.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې یو مشهور دیني عالم مولوي عارف مرادي د نامعلومه وسله والو کسانو په برید کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون یکشنبې د لړم ۱۱ مه سهار مهال د هرات ولایت د ګذره ولسوالۍ سیاوشان سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالحد ولي زاده تاییدوي، چې د نامعلومه وسله والو کسانو په برید کې مولوي عارف مرادی وژل شوی دی.

د والي ویاند جیلاني فرهاد هم د پېښې پخلی کي خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

تر اوسه د دغه قتل په تړاو څوک نه دي نیول شوي او نه یې هم مسوولیت چا اخیستی.

جمهورخبري آژانس:هرات
 


د مطلب کود: 133041

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133041/

جمهور
  https://www.jomhornews.com