سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې یو مشهور دیني عالم مولوي عارف مرادي د نامعلومه وسله والو کسانو په برید کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون یکشنبې د لړم ۱۱ مه سهار مهال د هرات ولایت د ګذره ولسوالۍ سیاوشان سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالحد ولي زاده تاییدوي، چې د نامعلومه وسله والو کسانو په برید کې مولوي عارف مرادی وژل شوی دی.
د والي ویاند جیلاني فرهاد هم د پېښې پخلی کي خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
تر اوسه د دغه قتل په تړاو څوک نه دي نیول شوي او نه یې هم مسوولیت چا اخیستی.
جمهورخبري آژانس:هرات