په فاریاب ولایت کې یو پلار او زوی د وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوي، چې حکومت یې پړه پر طالبانو او طالبان یې پر حکومت اچولي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د تلې ۲۲مه) د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند کریم یوریش وايي، دغه پلار او زوی امنیتي ځواکونو ته د خوراکي موادو د ورکړې په تور د طالبانو له خوا په ډزو وژل شوي دي.
خو طالبان په پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي او ویاند یې ذبیح الله مجاهد ویلي، دغه پلار او زوی د حکومتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:فاریاب