هلمند کې ماین چاودنې ۱۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

19 میزان 1399 ساعت 10:19

ملي دفاع وزارت وايي، هلمند ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې ۱۴ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، هلمند ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې ۱۴ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن شنبې د تلې ۱۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه پېښه نن سهار د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چاودنه په ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر د کندهار – هرات پر لویه لار د کرشک ولسوالۍ اړوند سیمه کې شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، ماین د طالبانو له خوا اېښودل شوی و، چې ولسي وګړي یې قرباني شول.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی او نه هم طالبانو غبرګون ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 132303

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132303/

جمهور
  https://www.jomhornews.com