۰

هلمند کې ماین چاودنې ۱۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

شنبی ۱۹ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۹
ملي دفاع وزارت وايي، هلمند ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې ۱۴ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هلمند کې ماین چاودنې ۱۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې
ملي دفاع وزارت وايي، هلمند ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې ۱۴ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن شنبې د تلې ۱۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه پېښه نن سهار د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چاودنه په ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر د کندهار – هرات پر لویه لار د کرشک ولسوالۍ اړوند سیمه کې شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، ماین د طالبانو له خوا اېښودل شوی و، چې ولسي وګړي یې قرباني شول.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی او نه هم طالبانو غبرګون ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي