طالبانو بدخشان کې د لاجوردو کان د نیولو لپاره بریدونه پیل کړي

5 اسد 1399 ساعت 8:05

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، طالبانو په بدخشان ولایت کې د لاجوردو کان د نیولو په موخه پراخ بریدونه پیل کړي دي.


 سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، طالبانو په بدخشان ولایت کې د لاجوردو کان د نیولو په موخه پراخ بریدونه پیل کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني زیاتوي، چې طالبانو له تېرو دریو ورځو راهیسې په کران او منجان ولسوالۍ کې د لاجوردو د کان د نیولو لپاره بریدونه پیل کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې اوس هم په یاده سیمه کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه ونه ویل.

د پولیسو د ویاند  په وینا پرون هم سیمې ته مرستندویه ځواکونه رسېدلي او اوس هم خو لا هم په دغه ولسوالۍ کې جګړه جریان لري.

طالبانو تر اوسه د دغه جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:بدخشان
 
 
 


د مطلب کود: 129909

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129909/

جمهور
  https://www.jomhornews.com