۰

طالبانو بدخشان کې د لاجوردو کان د نیولو لپاره بریدونه پیل کړي

یکشنبه ۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۵
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، طالبانو په بدخشان ولایت کې د لاجوردو کان د نیولو په موخه پراخ بریدونه پیل کړي دي.
طالبانو بدخشان کې د لاجوردو کان د نیولو لپاره بریدونه پیل کړي
 سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، طالبانو په بدخشان ولایت کې د لاجوردو کان د نیولو په موخه پراخ بریدونه پیل کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني زیاتوي، چې طالبانو له تېرو دریو ورځو راهیسې په کران او منجان ولسوالۍ کې د لاجوردو د کان د نیولو لپاره بریدونه پیل کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې اوس هم په یاده سیمه کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه ونه ویل.

د پولیسو د ویاند  په وینا پرون هم سیمې ته مرستندویه ځواکونه رسېدلي او اوس هم خو لا هم په دغه ولسوالۍ کې جګړه جریان لري.

طالبانو تر اوسه د دغه جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:بدخشان
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي