طالبان وايي، د افغان حکومت ۲۰ تنه نور بندیان یې هم له خپلو بند خونو خوشي کړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، دغه زندانیان تېره ورځ (پنشنبې د چنګاښ ۶مه) هلمند ولایت کې خوشي شوي دي.
د یادونې ده، چې له دې سره د طالبانو له خوا د خوشي شویو بندیانو شمېر ۶۰۱ تنو ته ورسېده، چې طالبان یې دولتي سرتېري خو حکومت یې ګڼ ملکیان بولي.
د دغه زندانیانو په بدل کې افغان حکومت هم د طالبانو تر ۳ زره زیات بندیان له خپلو زندانونو خوشي کړي دي.
باید و ویل شي، چې د زندانیانو خوشي کولو لړۍ له چټکتیا سره دا هیلې هم مخ په ډېرېدو دي، چې ژر تر ژره بین الاافغاني مذاکرات پیل او د جګړې لمن نوره ټوله شي.
جمهورخبري آژانس:کابل