۰

طالبانو ۲۰ نور بندیان خوشي کړل

جمعه ۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۵
طالبان وايي، د افغان حکومت ۲۰ تنه نور بندیان یې هم له خپلو بند خونو خوشي کړي دي.
طالبانو ۲۰ نور بندیان خوشي کړل
طالبان وايي، د افغان حکومت ۲۰ تنه نور بندیان یې هم له خپلو بند خونو خوشي کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند  سهیل شاهین ویلي، دغه زندانیان تېره ورځ (پنشنبې د چنګاښ ۶مه) هلمند ولایت کې  خوشي شوي دي.

د یادونې ده، چې له دې سره د طالبانو له خوا د خوشي شویو بندیانو شمېر ۶۰۱ تنو ته ورسېده، چې طالبان یې دولتي سرتېري خو حکومت یې ګڼ ملکیان بولي.

د دغه زندانیانو په بدل کې  افغان حکومت هم د طالبانو تر ۳ زره زیات بندیان له خپلو زندانونو خوشي کړي دي.

باید و ویل شي، چې د زندانیانو خوشي کولو لړۍ له چټکتیا سره دا هیلې هم مخ په ډېرېدو دي، چې  ژر تر ژره بین الاافغاني مذاکرات پیل او د جګړې لمن نوره ټوله شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي