طالبانو د افغان حکومت ۳۸ تنه نور زندانیان هم خوشي کړي دي

17 جوزا 1399 ساعت 10:31

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، دوی د افغان حکومت ۳۸ نور زندانیان هم خوشي کړي دي.


په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، دوی د افغان حکومت  ۳۸ نور زندانیان هم خوشي کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شاهین په خپل ټوېټرپاڼه لیکلي، چې دغه زندانیان پرون په فراه او نیمروز ولایتونو کې  خوشي شوي  دي.

د یادونې ده، چې په دې سره د طالبانو له خوا د خوشي شویو افغان بندیانو شمېر ۴۰۰ تنو ته ورسېده.

خو افغان حکومت یې په مقابل کې د ولسمشر فرمان پر اساس ۱۰۰۰ تنه او د دوهم فرمان پر اساس ۱۷۱۰ تنه چې  ټول ۲۷۱۰ تنه کېږي خوشي کړل.

د امریکا او طالبانو د شوې هوکړې له مخې د بین الاافغاني خبرو د پیل لپاره به طالبان د افغان حکومت زر ته او افغان حکومت ۵ زره طالب زندانیان خوشي کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 128434

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128434/

جمهور
  https://www.jomhornews.com