۰

طالبانو د افغان حکومت ۳۸ تنه نور زندانیان هم خوشي کړي دي

شنبی ۱۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۱
په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، دوی د افغان حکومت ۳۸ نور زندانیان هم خوشي کړي دي.
طالبانو د افغان حکومت ۳۸ تنه نور زندانیان هم خوشي کړي دي
په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، دوی د افغان حکومت  ۳۸ نور زندانیان هم خوشي کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شاهین په خپل ټوېټرپاڼه لیکلي، چې دغه زندانیان پرون په فراه او نیمروز ولایتونو کې  خوشي شوي  دي.

د یادونې ده، چې په دې سره د طالبانو له خوا د خوشي شویو افغان بندیانو شمېر ۴۰۰ تنو ته ورسېده.

خو افغان حکومت یې په مقابل کې د ولسمشر فرمان پر اساس ۱۰۰۰ تنه او د دوهم فرمان پر اساس ۱۷۱۰ تنه چې  ټول ۲۷۱۰ تنه کېږي خوشي کړل.

د امریکا او طالبانو د شوې هوکړې له مخې د بین الاافغاني خبرو د پیل لپاره به طالبان د افغان حکومت زر ته او افغان حکومت ۵ زره طالب زندانیان خوشي کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي