ملګرو ملتونو اختر کې د اوربند غوښتنه کړې ده

3 جوزا 1399 ساعت 11:18

کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما له ښکېلو غاړو غوښتي، چې د کوچیني اختر په برکت ناکو ورځو کې اوربند وکړي او له جګړې لاس واخلي.


کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما له ښکېلو غاړو غوښتي، چې د کوچیني اختر په برکت ناکو ورځو کې اوربند وکړي او له جګړې لاس واخلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یوناما مشرې دیبورا لیوینز په یو اختریز پیغام کې ویلي، افغان حق لري چې د اختر خوښۍ په سوله کې ونمانځي.

نوموړې دواړو لوریو ته پر مشرانو غږ وکړ چې د اختر درناوی دې وکړي او ژر تر ژره دې په دغو ورځو کې د تاوتریخوالي مخنیوی وکړي.

هغه ویلي«افغاستان په دې ورځو کې له کووید ۱۹ ناروغۍ سره هم لاس و ګرېوان دی زما له افغانانو غوښتنه ده چې د راټولېدنو اومبارکیو پر مهال روغتیايي لارښوونې په پام کې ونیسي.»

اغلې دیبورا هیله ښودلې چې د افغانانو تر منځ د اختر په ورځو کې رامنځته شوی یووالی له اختر وروسته هم دوام وکړي تر څو په وینا یې دغه د سولې مستحق ولس خپلو هیلو ته ورسېږي.

د یوناما مشرې ټینګار کړی دی چې ملګري ملتونه د سولې، هوساینې او بشري همغږۍ لپاره د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي.

یوناما په داسې حال کې پر ښکیلو غاړو اختر کې د اوربند غږ کړی دی چې طالبانو تراوسه د اوربند پر ځای په جګړې ټینګار جاري ساتلی دی.

د دغه ډلې مشر خپلو جنګیالیو ته په اختریز پیغام کې په ښکاره ویلي،  چې خپلې لیکې د جګړې لپاره نورې هم سره منسمجې او تیارې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128112

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128112/

جمهور
  https://www.jomhornews.com