کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما له ښکېلو غاړو غوښتي، چې د کوچیني اختر په برکت ناکو ورځو کې اوربند وکړي او له جګړې لاس واخلي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یوناما مشرې دیبورا لیوینز په یو اختریز پیغام کې ویلي، افغان حق لري چې د اختر خوښۍ په سوله کې ونمانځي.
نوموړې دواړو لوریو ته پر مشرانو غږ وکړ چې د اختر درناوی دې وکړي او ژر تر ژره دې په دغو ورځو کې د تاوتریخوالي مخنیوی وکړي.
هغه ویلي«افغاستان په دې ورځو کې له کووید ۱۹ ناروغۍ سره هم لاس و ګرېوان دی زما له افغانانو غوښتنه ده چې د راټولېدنو اومبارکیو پر مهال روغتیايي لارښوونې په پام کې ونیسي.»
اغلې دیبورا هیله ښودلې چې د افغانانو تر منځ د اختر په ورځو کې رامنځته شوی یووالی له اختر وروسته هم دوام وکړي تر څو په وینا یې دغه د سولې مستحق ولس خپلو هیلو ته ورسېږي.
د یوناما مشرې ټینګار کړی دی چې ملګري ملتونه د سولې، هوساینې او بشري همغږۍ لپاره د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي.
یوناما په داسې حال کې پر ښکیلو غاړو اختر کې د اوربند غږ کړی دی چې طالبانو تراوسه د اوربند پر ځای په جګړې ټینګار جاري ساتلی دی.
د دغه ډلې مشر خپلو جنګیالیو ته په اختریز پیغام کې په ښکاره ویلي، چې خپلې لیکې د جګړې لپاره نورې هم سره منسمجې او تیارې کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل