د اسیا پراختیايي بانک وايي دوی له افغانستان سره د کرونا ویروس پر ضد روانه مبارزه کې همکاري کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد بانک رییس له ولسمشر غني سره په خبرو کې ویلي، کرونا ټوله نړۍ له ګواښ سره مخ کړې ده او دوی هڅه کوي له افغانستان سره د دغه وبا په مخنیوي کې مالي مرستې وکړي.
د اسیا پراختیایي بانک له افغانستان سره د ۴۰ میلیونه ډالر مرستې ژمنه کړې ده او په خبره یې له کرونا سره د مبارزې لپاره لا ډېرو مرستو ته تیار دي.
ولسمشر غني هم د دغه بانک له دایمي همکاریو مننه کړې ده او هیله یې څرګنده کړې چې دغه نړیواله وبا د یو بل په همکارۍ د ځمکې له مخ ورکه کړل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل