۰

د اسیا پراختیاليي بانک له افغانستان سره ۴۰۵ میلیون ډالرو مرسته اعلان کړه

چهارشنبه ۶ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۶
د اسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره د ۴۰۵ میلیون ډالرو بشري مرستو اعلان وکړ، چې د ملګرو ملتونو د څلورو بنسټونو له خوا به ولګول شي.
د اسیا پراختیاليي بانک له افغانستان سره ۴۰۵ میلیون ډالرو مرسته اعلان کړه
د اسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره د ۴۰۵ میلیون ډالرو بشري مرستو اعلان وکړ، چې د ملګرو ملتونو د څلورو بنسټونو له خوا به ولګول شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اسیا د پراختیایي بانک مرکزي دفتر پرون سې شنبې د سلواغې ۵ مه په یوه اعلامیه کې ویلي، دا مرستې به د خوراکي موادو په رسولو، د روغتیایي خدماتو پر چمتو کولو او پوهنې ولګېږي.

له اعلان شوې مرستې به ۱۳۵ میلیونه د خوړو نړیوال پروګرام 'ډبلیو.اېف.پي' ته وسپارل شي، څو له هغو بې وزله افغانانو سره چې په کرنه بوخت دي او په خپل کار کې له ستونزو سره مخامخ دي، مرسته وشي.

په بیان کې ویل شوي دي چې نژدې یو لک او اویا زره افغانانو ته به د کار په بدل کې خوراک او د کار په بدل کې پیسې چمتو شي.

دغه راز سرچینې ویلي، او د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو وجهي صندوق یا یونېسف به لږ تر لږه دوه سوه میلیونه ډالر ترلاسه کړي، څو پنځه اعشاریه درې میلیونه کسانو ته په افغانستان کې روغتیایي خدمات ورسوي.

همدارنګه یونېسف به د شااوخوا لس زره ښوونکو لپاره هم مرستې ترلاسه کړي او بل هدف دا دی چې تر دوه میلیونه ډېرو افغانانو ته کرونا واکسین چمتو کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام د اسیا پراختیایي بانک د دې مرستو هرکلی کړی دی او ویلي یې دي چې د دې مرستو له لارې به بې وزلو ته دوی په افغانستان کې خواړه ورسوي.

د طالبانو حکومت د اسیا د پراختیایي بانک د مرستو هرکلی کړی دی او ویلي یې دي، چې د دغه مرستو د وېش په برخه کې پوره همکارۍ ته چمتو دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي