افغانستان کې د کرونا پېښې ۳۷۷۸ تنو ته ورسېده

19 ثور 1399 ساعت 13:41

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس ۲۱۵ تازه پېښې ثبت شوې دي.


د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس ۲۱۵ تازه پېښې ثبت شوې  دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزرات ویاند وحیدالله مایار نن جمعه د غوايي ۱۹ مه و ویل، چې له پرون راهیسې د کرونا ویروس ۷۱۴ مشکوکې پېښې څېړل شوې، چې  ۲۱۵ یې مثبت وې.

نوموړي زیاته کړه، چې له تازه ثبت شویو پېښو څخه ۵۰ کابل، ۵۷ هرات،۸ غور،  ۱۷ کندهار، ۳۱ بلخ، ۱۱ جوزجان، ۴ فاریاب، ۹ پکتیا،  ۳ پکتیکا، ۶ لوګر، ۵ ننګرهار، ۷ کونړ، ۲ لغمان او  ۳ زابل ولایت کې ثبت شوې دي.

د مایار په خبره په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۳ کسان مړه شوي او ۴ نور ترې روغ شوي هم دي.
 
د عامې روغتیا وزارت ویاند زیاتوي، چې په دې سره په ټول هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۷۷۸ تنو ته ورسېده، چې تر اوسه ۱۰۹ تنه ترې مړه شوي او ۴۷۲ بېرته روغ شوي دي.

د یادونې چې دا مهال په ټوله نړۍ کې د کرونا ۳ میلیونه ۹۳۰ زره او ۶۳۰ پېښې ثبت شوې دي، چې له دې جملې ۲۷۰ زره او ۸۸۰ تنه مړه شوي او ۱ میلیونه ۳۴۸ زره او ۴۳۴ تنه یې روغ کورونو ته ستانه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 


د مطلب کود: 127646

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127646/

جمهور
  https://www.jomhornews.com