۰

افغانستان کې د کرونا پېښې ۳۷۷۸ تنو ته ورسېده

جمعه ۱۹ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۴۱
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس ۲۱۵ تازه پېښې ثبت شوې دي.
افغانستان کې د کرونا پېښې ۳۷۷۸ تنو ته ورسېده
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس ۲۱۵ تازه پېښې ثبت شوې  دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزرات ویاند وحیدالله مایار نن جمعه د غوايي ۱۹ مه و ویل، چې له پرون راهیسې د کرونا ویروس ۷۱۴ مشکوکې پېښې څېړل شوې، چې  ۲۱۵ یې مثبت وې.

نوموړي زیاته کړه، چې له تازه ثبت شویو پېښو څخه ۵۰ کابل، ۵۷ هرات،۸ غور،  ۱۷ کندهار، ۳۱ بلخ، ۱۱ جوزجان، ۴ فاریاب، ۹ پکتیا،  ۳ پکتیکا، ۶ لوګر، ۵ ننګرهار، ۷ کونړ، ۲ لغمان او  ۳ زابل ولایت کې ثبت شوې دي.

د مایار په خبره په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۳ کسان مړه شوي او ۴ نور ترې روغ شوي هم دي.
 
د عامې روغتیا وزارت ویاند زیاتوي، چې په دې سره په ټول هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۷۷۸ تنو ته ورسېده، چې تر اوسه ۱۰۹ تنه ترې مړه شوي او ۴۷۲ بېرته روغ شوي دي.

د یادونې چې دا مهال په ټوله نړۍ کې د کرونا ۳ میلیونه ۹۳۰ زره او ۶۳۰ پېښې ثبت شوې دي، چې له دې جملې ۲۷۰ زره او ۸۸۰ تنه مړه شوي او ۱ میلیونه ۳۴۸ زره او ۴۳۴ تنه یې روغ کورونو ته ستانه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي