سوریه کې موټربم چاودنې ۴۰ کسان وژلي دي

10 ثور 1399 ساعت 12:35

ترکیه وايي، د سوریې شمال ختیځ ته په عفرین ښار کې د موټر بم چاودنې له امله لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي.


ترکیه وايي، د سوریې شمال ختیځ ته په عفرین ښار کې د موټر بم چاودنې له امله لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سوریې پوله کې د ترکیې د هاتیه ولایت والي وايي، له لاسي بمونو ډک د تېلو ټانکر ته د پلور او پېر په یوه مارکېټ کې چاودنه ور کړل شوې ده.

د ترکیې دفاع وزارت وايي، دې برید کې د ۱۱ ماشومانو په ګډون ټول ولسي وګړي وژل شوي او ۴۷ نور ټپي شوي دي.

د ترکیې حکومت د وای پي جي په نوم د کورد وسله والو ډله د دې برید په ترسره کولو تورنوي.

د سوریې عفرین ښار د ترک ځواکونو او د دوی ملاتړو سوریایانو له خوا اداره کېږي چې د بشار الاسد مخالف دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127395

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127395/

جمهور
  https://www.jomhornews.com