۰

سوریه کې موټربم چاودنې ۴۰ کسان وژلي دي

چهارشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۵
ترکیه وايي، د سوریې شمال ختیځ ته په عفرین ښار کې د موټر بم چاودنې له امله لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي.
سوریه کې موټربم چاودنې ۴۰ کسان وژلي دي
ترکیه وايي، د سوریې شمال ختیځ ته په عفرین ښار کې د موټر بم چاودنې له امله لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سوریې پوله کې د ترکیې د هاتیه ولایت والي وايي، له لاسي بمونو ډک د تېلو ټانکر ته د پلور او پېر په یوه مارکېټ کې چاودنه ور کړل شوې ده.

د ترکیې دفاع وزارت وايي، دې برید کې د ۱۱ ماشومانو په ګډون ټول ولسي وګړي وژل شوي او ۴۷ نور ټپي شوي دي.

د ترکیې حکومت د وای پي جي په نوم د کورد وسله والو ډله د دې برید په ترسره کولو تورنوي.

د سوریې عفرین ښار د ترک ځواکونو او د دوی ملاتړو سوریایانو له خوا اداره کېږي چې د بشار الاسد مخالف دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي