لغمان کې د والي په ګډون ۳۰ داعشیان افغان ځواکونو ته تسلیم شوی

29 حوت 1398 ساعت 14:19

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د لغمان ولایت لپاره د داعش ډلې نومول شوی والي له خپلو ۳۰ ملګرو سره یو ځای افغان ځواکونو ته تسلیم شوی دی.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د لغمان ولایت لپاره د داعش ډلې نومول شوی والي له خپلو ۳۰ ملګرو سره یو ځای افغان ځواکونو ته تسلیم شوی دی.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زي نن پنشنبې د کب ۲۹ مه جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د داعش تسلیم شوی والي فیروز نومېږي.

نوموړي زیاته کړه، د داعش دغه والي او جنګیالیو یې په کونړ ولایت کې ترهګریز او تخریب فعالیتونه درلودل، چې نن له خپلو ۳۰ جنګیالیو سره یو ځای افغان ځواکونو ته تسلم شول.

د والي د ویاند په وینا تسلیم شویو داعشیانو خپلې ټولې سپکې او درندې وسلې، چې راکټونه او ماشیندارې هم په کې دي افغان ځواکونو ته وسپارلې.

د یادونې ده، چې تر دې څو ورځې وړاندې په کونړ ولایت کې هم د داعش یوه ۴۶ کسیزه ډله افغان ځواکونو ته تسلیم شوې وه.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 


د مطلب کود: 126129

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126129/

جمهور
  https://www.jomhornews.com