سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د لغمان ولایت لپاره د داعش ډلې نومول شوی والي له خپلو ۳۰ ملګرو سره یو ځای افغان ځواکونو ته تسلیم شوی دی.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زي نن پنشنبې د کب ۲۹ مه
جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د داعش تسلیم شوی والي فیروز نومېږي.
نوموړي زیاته کړه، د داعش دغه والي او جنګیالیو یې په کونړ ولایت کې ترهګریز او تخریب فعالیتونه درلودل، چې نن له خپلو ۳۰ جنګیالیو سره یو ځای افغان ځواکونو ته تسلم شول.
د والي د ویاند په وینا تسلیم شویو داعشیانو خپلې ټولې سپکې او درندې وسلې، چې راکټونه او ماشیندارې هم په کې دي افغان ځواکونو ته وسپارلې.
د یادونې ده، چې تر دې څو ورځې وړاندې په کونړ ولایت کې هم د داعش یوه ۴۶ کسیزه ډله افغان ځواکونو ته تسلیم شوې وه.
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض