د افغان پوځ یوې چورلکې نیمروز کې بېړنۍ ناسته کړې

28 دلو 1398 ساعت 13:41

ملي دفاع وزارت وایي، د افغان پوځ یوې چورلکې نیمروز ولایت کې بېړنۍ ناسته کړې، خو طالبان ادعا کوي، چې دوی ویشتې ده.


ملي دفاع وزارت وایي، د افغان پوځ یوې چورلکې نیمروز ولایت کې بېړنۍ ناسته کړې، خو طالبان ادعا کوي، چې دوی ویشتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه MD- 530 چورلکې نن دوشنبې د سلواغې ۲۸ مه د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته کړې ده.

د سرچینې په وینا چورلکه د تخنکي ستونزو له امله بېړنۍ ناسته کړې او یو پیلوټ په کې سطحې ټپي شوی دی.

ملي دفاع وزارت وایي، د پېښې د رامنځ ته کېدو په اړه پلټنې پیل شوې دي.

بل خوا طالب ویاند قاري یوسف احمد ادعا کړې، چې دغه چورلکه دوی ویشتې او راغوځولې ده.

دفاع وزارت د طالبانو د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې تر دې نېږدې یوه میاشت وړاندې هم په پکتیا، پکتیکا او فراه ولایتونو کې د افغان پوځ درې چورلکې لوېدلې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 125089

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125089/

جمهور
  https://www.jomhornews.com