ملي دفاع وزارت وایي، د افغان پوځ یوې چورلکې نیمروز ولایت کې بېړنۍ ناسته کړې، خو طالبان ادعا کوي، چې دوی ویشتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه MD- 530 چورلکې نن دوشنبې د سلواغې ۲۸ مه د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته کړې ده.
د سرچینې په وینا چورلکه د تخنکي ستونزو له امله بېړنۍ ناسته کړې او یو پیلوټ په کې سطحې ټپي شوی دی.
ملي دفاع وزارت وایي، د پېښې د رامنځ ته کېدو په اړه پلټنې پیل شوې دي.
بل خوا طالب ویاند قاري یوسف احمد ادعا کړې، چې دغه چورلکه دوی ویشتې او راغوځولې ده.
دفاع وزارت د طالبانو د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، چې تر دې نېږدې یوه میاشت وړاندې هم په پکتیا، پکتیکا او فراه ولایتونو کې د افغان پوځ درې چورلکې لوېدلې وې.
جمهورخبري آژانس:کابل