دفاع وزارت وایي، فاریاب کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

16 دلو 1398 ساعت 12:37

ملي دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو فاریاب ولایت کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او یوه اندازه وسلې او وسایط یې له منخه وړي دي.


ملي دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو فاریاب ولایت کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او یوه اندازه وسلې او وسایط یې له منخه وړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن چهارشنبې د سلواغې ۱۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو دغه دغه مرګ ژوبله د فاریاب شرین تګاب او قیصار ولسوالیو کې اوښتې ده.

خبرپانه وایي، په دغه عملیاتو، مخامخ نښتو او هوايي بریدونو کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت زیاتوي، چې په عملیاتو کې درې میله پيکا، یو میل راکټ، کلاشنکوفونه، د مخابرې یوه دستګاه او یو عراده موټرسایکل هم له منځه وړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 124733

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124733/

جمهور
  https://www.jomhornews.com