۰

دفاع وزارت وایي، فاریاب کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

چهارشنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۷
ملي دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو فاریاب ولایت کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او یوه اندازه وسلې او وسایط یې له منخه وړي دي.
دفاع وزارت وایي، فاریاب کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
ملي دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو فاریاب ولایت کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او یوه اندازه وسلې او وسایط یې له منخه وړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن چهارشنبې د سلواغې ۱۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو دغه دغه مرګ ژوبله د فاریاب شرین تګاب او قیصار ولسوالیو کې اوښتې ده.

خبرپانه وایي، په دغه عملیاتو، مخامخ نښتو او هوايي بریدونو کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت زیاتوي، چې په عملیاتو کې درې میله پيکا، یو میل راکټ، کلاشنکوفونه، د مخابرې یوه دستګاه او یو عراده موټرسایکل هم له منځه وړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي