فلسطین له اسرائیلو او امریکا سره اړیکې ختمې کړې

13 دلو 1398 ساعت 10:28

د فلسطین ولسمشر محمود عباس وایي، هېواد یې نور له اسرائیلو او امریکا سره هېڅ ډول اړیکې نه پالي او ټولې اړیکې یې ورسره ختمې کړې.


د فلسطین ولسمشر محمود عباس وایي، هېواد یې نور له اسرائیلو او امریکا سره هېڅ ډول اړیکې نه پالي او ټولې اړیکې یې ورسره ختمې کړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي عباس دغه څرګندونې د عرب هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ټرمپ طرحه ورته د منلو نه ده او له دې وروسته له امریکا او اسرائیلو سره هېڅ ډول اړیکې نه پالي.

د فلسطین ولسمشر د امریکا سره د امنیتي اړیکو پرېکولو خبره هم وکړه ځکه په وینا یې د ټرمپ پرېکړه اسلو د تړون ماتول دي او دوی ته د منلو وړ نه ده.

د یادونې ده، چې د عرب هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم دغه طرحه غندلې ده او هغه یې د فلسطیاینو پر حقوقو تېری بللی دی.

ټرمپ د پېړۍ د معاملې په نوم طرحه کې بیت المقدس د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت پېژندلی دی، چې دغه طرحه یې سږ کال رسمآ اعلان کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124616

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124616/

جمهور
  https://www.jomhornews.com