۰

فلسطین له اسرائیلو او امریکا سره اړیکې ختمې کړې

یکشنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۸
د فلسطین ولسمشر محمود عباس وایي، هېواد یې نور له اسرائیلو او امریکا سره هېڅ ډول اړیکې نه پالي او ټولې اړیکې یې ورسره ختمې کړې.
فلسطین له اسرائیلو او امریکا سره اړیکې ختمې کړې
د فلسطین ولسمشر محمود عباس وایي، هېواد یې نور له اسرائیلو او امریکا سره هېڅ ډول اړیکې نه پالي او ټولې اړیکې یې ورسره ختمې کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عباس دغه څرګندونې د عرب هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ټرمپ طرحه ورته د منلو نه ده او له دې وروسته له امریکا او اسرائیلو سره هېڅ ډول اړیکې نه پالي.

د فلسطین ولسمشر د امریکا سره د امنیتي اړیکو پرېکولو خبره هم وکړه ځکه په وینا یې د ټرمپ پرېکړه اسلو د تړون ماتول دي او دوی ته د منلو وړ نه ده.

د یادونې ده، چې د عرب هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم دغه طرحه غندلې ده او هغه یې د فلسطیاینو پر حقوقو تېری بللی دی.

ټرمپ د پېړۍ د معاملې په نوم طرحه کې بیت المقدس د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت پېژندلی دی، چې دغه طرحه یې سږ کال رسمآ اعلان کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي