ترکیه تېر کال ۲ سوه زره غیر قانوني افغان کډوال نیولي دي

12 جدی 1398 ساعت 9:48

د ترکیې د کډولو اداره وايي، تېر (۲۰۱۹) میلادي کال کې یې ۲ سوه زره غیرقانوني افغان ګډوال نیولي دي.


د ترکیې د کډولو اداره وايي، تېر (۲۰۱۹) میلادي کال کې یې ۲ سوه زره غیرقانوني افغان ګډوال نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ادارې ویلي، چې ټولټال یې تېر کال نیم میلیون غیرقانوني ګډوال نیولي، چې ډېری یې د عراق، سوریې، فلسطین، پاکستان، ګرجستان، افغانستان او میانمار دي.

دغه ادارې زیاته کړې، چې له دې ډلې ۱۹۹زره او پنځه سوه کډوال افغانان وو، چې د وړم کال په پرتله یې شمېر څلور برابره زیاتوالی ښيي.

د یادونې ده، چې ترکیې تېر کال زرګونه دغه ډول کډوال بېرته افغانستان ته هم رالېږلي دي.

د ترکیې د قوانینو له مخې هغه کسان چې په غیر قانوني توګه دغه هېواد ته ورځي نو د کډوالۍ په موقتو تمځایونو کې ساتل کېږي او بېرته خپل هېواد ته استول کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 123672

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123672/

جمهور
  https://www.jomhornews.com