۰

ترکیه تېر کال ۲ سوه زره غیر قانوني افغان کډوال نیولي دي

پنجشنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۸
د ترکیې د کډولو اداره وايي، تېر (۲۰۱۹) میلادي کال کې یې ۲ سوه زره غیرقانوني افغان ګډوال نیولي دي.
ترکیه تېر کال ۲ سوه زره غیر قانوني افغان کډوال نیولي دي
د ترکیې د کډولو اداره وايي، تېر (۲۰۱۹) میلادي کال کې یې ۲ سوه زره غیرقانوني افغان ګډوال نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې ویلي، چې ټولټال یې تېر کال نیم میلیون غیرقانوني ګډوال نیولي، چې ډېری یې د عراق، سوریې، فلسطین، پاکستان، ګرجستان، افغانستان او میانمار دي.

دغه ادارې زیاته کړې، چې له دې ډلې ۱۹۹زره او پنځه سوه کډوال افغانان وو، چې د وړم کال په پرتله یې شمېر څلور برابره زیاتوالی ښيي.

د یادونې ده، چې ترکیې تېر کال زرګونه دغه ډول کډوال بېرته افغانستان ته هم رالېږلي دي.

د ترکیې د قوانینو له مخې هغه کسان چې په غیر قانوني توګه دغه هېواد ته ورځي نو د کډوالۍ په موقتو تمځایونو کې ساتل کېږي او بېرته خپل هېواد ته استول کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي