ننګرهار: د کورنۍ شخړې له امله ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

30 عقرب 1398 ساعت 11:06

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار ولایت کې د دوه کورنیو تر منځ د شخړې له امله له دواړو لورو ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار ولایت کې د دوه کورنیو تر منځ د شخړې له امله له دواړو لورو ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه شخړه د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په بداکڅ سیمه کې د دوه کورنیو تر منځ شوې، چې وروسته په نښته اوښتې.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په نښته کې ۹ تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

دی زیاتوي، چې د پېښې ټپیان تر درملنې لاندې دي او د عاملینونو د نیولو لپاره یې پولیسو کابل پیر کړی دی.

نوموړي دا ونه ویل، چې د نښتې د رامنځ ته کېدو لامل څخه دی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 


د مطلب کود: 122402

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122402/

جمهور
  https://www.jomhornews.com