سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار ولایت کې د دوه کورنیو تر منځ د شخړې له امله له دواړو لورو ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه شخړه د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په بداکڅ سیمه کې د دوه کورنیو تر منځ شوې، چې وروسته په نښته اوښتې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په نښته کې ۹ تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
دی زیاتوي، چې د پېښې ټپیان تر درملنې لاندې دي او د عاملینونو د نیولو لپاره یې پولیسو کابل پیر کړی دی.
نوموړي دا ونه ویل، چې د نښتې د رامنځ ته کېدو لامل څخه دی.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار