سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په یوه مرکز باندې ځانمرګی برید شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وایي، برید نن شنبې د لړم ۱۸ مه سهار د کندهار ولایت په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر یوه قرارګاه شوی دی.
د کندهار د پولیسو ویاند رسنیو ته ویلي، یوه ځانمرګي بریدګر د پولیسو یوې قرارګاه ته څېرمه چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.
د هغه په وینا په دې برید کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي، خو دا چې وژل شویو او ټپیان څوک دي، د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي.
د برید مسوولیت هم تر اوسه چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کندهار